د کندهار ښاروالۍ له لوري بيا رغنيزي چاري!

mohammadi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۰:۳۱
پروژه پرمختيپايي

کندهار ښاروالۍ د روانو پراخو انکشافي کارونو په لړ کښي دا ځل په ) ۳ (ناحیه) ۳ (ګذر کښي د) ۴۴۰ (متره په اوږدوالي د یوه کانګریټي سړک د اساسي جوړوني چاري راپیل کړي دي چي

عملاً یې (%۵) پرمختیایي چاري یې تر اوسه مخته تللي دي او کار یې لا هم عملاً په ښه معیار روان دی.

دغه کانګریټي سړک چي پرمختیایي چاري یې د راتلوونکو درو میاشتو په حدودو کښي په بنسټيزه، معیاري او اساسي توګه سره سرته رسیږي په دغه پروژه کښي په مسلکي توګه سره (۶) او

غیري مسلکي توګه سره ( ۸۰ ) تنو کاریګرو ته کاري فرصت پیداسوئ دی، د نړیوال بانګ په مالي مرسته او د (UNOPS) برنامې په مدیریت او د ښاروالۍ په تخنیکي مرسته ددې پروژې چاري عملاً مخته ځي. په دې پروژه کښي ټول کار د کاریګرو پواسطه مخته ځي او د اړتیا پر مهال له ماشینیرۍ څخه استفاده کیږي.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وائي: د هري پرمختیایي پروژې نظارت د دوئ تخنیکي ټیمونه کوي او ښه کیفیت رغنیزي پروژې تطبق کوي.

د کندهار ښاروال په خبره د ښاریانو د سهولت او ارامتیا په برخه کښي د ښاریانو اساسي لومړیتوبونو ته متوجه دی او کوښښ یې هم دادی چي د خپل کاري پرسونل سره په ګډ کار کولو سره په دې تاریخي او ویاړلي ښار کښي اساسي ښاري بنسټيز نوښتونه رامنځته کړي، ترڅو ګران ښاریان راحته سوي وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ له لوري بيا رغنيزي چاري!