راتلوونکې دوشنبه د پولی یو واکسین کمپاین پیل کیږي ټول وکیلان باید د روغتیایي ټیمونو سره مرسته وکړي!

mohammadi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۹:۳۳
واکسين

دغه څرګندوني د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب د ناحیو وکیلانو او روغتیایي ټیمونو سره په یوه غونډه کښي وکړې.

غونډه چي کندهار ښاروالۍ کښي جوړه سوې وه پکښي لومړی د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب پرانیستونکې وینا وکړه، حاجي تحویلدار صاحب وویل: د پولیو د کمپاین په هره دوره د ناحیو وکیلانو دوامداره همکاري کړې ده چي باید ورڅخه ډیره مننه وسي هغه وویل کندهار ښاروالۍ د اصولو په چوکاټ کښي د ټولو همکاره مؤسساتو سره خصوصاً د روغتیایي ټیمونو سره مرسته کوي ترڅو په هره برخه کښي زموږ خلګ راحته سوي وي، وروسته د پولیو واکسین په اړه محترم ډاګټر امین صاحب د پولیو پر راتلوونکي کمپاین او اهمیت باندي خبري وکړې د پولیو ټول اړخونه یې تشریح کړه همدا ډول د روغتیا نړیوال اسلامي سازمان په استازیتوب یو تن دیني عالم د اسلام له نظره د بشر د صحت ساتني او پولیو کمپاین په اړه ارزښناکه خبري وکړې وروسته د کندهار ښار د ناحیو ټولو وکیلانو په ترتیب سره خبري وکړې او په اړه برخه کښي موجوده سوالونو ته قناعت کوونکي جوابونه د اړوندو مسؤلینو لخوا وویل سول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

راتلوونکې دوشنبه د پولی یو واکسین کمپاین پیل کیږي ټول وکیلان باید د روغتیایي ټیمونو سره مرسته وکړي!