د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي نن سې شنبه د ثور مياشتي په ۲۶ نيټه يو ځل بيا د ظرفيت لوړوني پروګرام دائر سو!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۱:۴۱
قانون

په ياد پروګرام کښي د کندهار ښار وال حسن حاجي صاحب په شمول د عوايدو، محاسبې او اداري چارو رئيس، د ښار والۍ آمرينو، مديرانو او د کندهار ښار د پنځلسو ناحيو آمرينو په شمول ۵۸ کسانو ګډون کړئ وو.

ياد پروګرام د قران کريم په څو مبارکو آياتونو سره راپيل سو او ورپسې کندهار ښار وال حسن حاجي صاحب د پيل ويناء وکړه او زياته يې کړل چي داسي پروګرامونه زموږ او ستاسو لپاره ډېر اړين او ضروري دي نو بايد د موقع څخه په استفاده د ظرفيت لوړوني په پروګرام کښي ګډون وکړو او کوم څه چي وړاندي کيږي تاسو يې بايد ياداښت کړئ او په خپل ورځني کارونو کښي يې عملي کړئ، همدارنګه حسن حاجي صاحب غوښتنه وکړل چي د دې پروګرام لړۍ به روانه وي او تاسو يې بايد تعقيب کړئ.

د کندهار ښار وال حسن حاجي صاحب تر ويناء وروسته عملاً پروګرام شروع سو چي پر لاندي موضوعاتو باندي بحث وسو:

د ادارې او مديريت پېژندنه، د ادارې او مديريت اساسات، او د اداري فساد پر وړاندي مبارزه او داسي نور اړين موضوعات شامل وه.

د داسي پروګرامونو په تعقيب کولو سره به د اداري کارنو د ځنډ او خنډ مخه نيول سوې وي او په کارونو کښي به لا شفافيت او روڼتيا رامنځته سوې وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي نن سې شنبه د ثور مياشتي په ۲۶ نيټه يو ځل بيا د ظرفيت لوړوني پروګرام دائر سو!