د ښکارپور دروازې سړک د لومړي فاز کارونه په منظم ډول جريان لري!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۸:۵۲
کندهار بیارغونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي فعالېتونو په لړ کښي د ښکارپور دروازې سړک د لومړي فاز د جوړولو کار جريان لري، ياد سړک چي د کلونو کلونو راهیسي ويجاړ او وران وو او زیات هیوادوال ئې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وه؛ له نېکمرغه اوس د کندهار ښاروالۍ لخوا د همدې سړک د جوړولو چاري په معیاري او بنسټیزه توګه راپیل کړي دي.

نوموړئ سړک د یخ کاریز او کرز دوه لاري څخه شروع بیا د کرز تر پله پوري د ۲۶۶۰ متره په اوږدوالي او لومړی فاز يې د ۱۱ متره په بردوالي سره په اساسي ډول جوړیږي او د همدې سړک غرب طرف ته د یوه ګلدان او شرق طرف ته دچرۍ جوړولو چاري هم رواني دي.

ددې پروژې د تکمیلېدو موده د ۳۶۵ کاري ورځو په جریان کښي پای ته رسیږي او ټول مالي لګښت د کندهار ښاروالۍ له مالي بودیجې څخه ورکول کیږي.

په دې اساسي او بنسټیزه پروژه کښي په مسلکي توګه ۵۰۰۰ کسان او غیري مسلکي توګه ۱۰۰۰۰ کسانو ته دکار کولو زمینه برابره سوې ده او تر دې دمه ئې ۵۰ فيصده کار مخته تللي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د ښکارپور دروازې سړک د لومړي فاز کارونه په منظم ډول جريان لري!