کندهار ښاروالۍ په لسمه ناحيه، اول ګذر کښي د څلورو کوڅو د رغولو چاري راپيل کړي دي!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۵۴
بیا رغونه

دوشنبه ۲ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ داځل د ښار په لسمه ناحيه، اول ګذر کښي د څلور کوڅو د کانګریټ کولو چاري په اساسي توګه راپیل کړي دي.

دغه کوڅې چي تقريباً ۷۱۰ متر اوږدوالۍ او ۹ متره بردوالۍ لري، درې نيمي مياشتي مخکي يې د رغولو چاري راپيل سوي دي او پاته کارونه به يې د يوې مياشتي په موده کښي بشپړ سي.

بيا رغونه

په دغه رغنيزه پروژه کښي هره ورځ ۷۵ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۱۰کسان په مسلکي ډول او ۶۵ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.

د همدغه کوڅو په رغولو سره د يادي سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په لسمه ناحيه، اول ګذر کښي د څلورو کوڅو د رغولو چاري راپيل کړي دي!