تېره ورځ د کندهار ښاروالۍ او دوراني کرکټ لوبډلو تر منځ شل اوره سیالۍ تر سره سوه!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۹:۳۷
کرکيټ

پنج شنبه ۶ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ کرکټ لوبډلي په دوستانه لوبه کښي دوراني کرکټ لوبډلي ته په ( ۱۷ ) منډو ماته ورکړه.

په داسي حال کښي چي ټاس یا ( پچه ) ښاروالۍ لوبډلي وګټل او خپله یې لومړی توپ اچونه پیل کړه .

ښاروالۍ لوبډلي په ټاکلو شلو اورو کښي د ( ۹ ) ویکیټو په زیان سیالي لوبډلي ته ( ۱۵۷ ) منډي هدف وټاکئ.

د ښاروالۍ لوبډلي په توپ وهنه کښي احمد ظاهر " پټان " ( ۴۳ ) جاویداحمد " سلیمانخیل " ( ۳۵ ) او احمدضیاء " ځلاند "  (۲۰) ناسوځیدلي منډي ترسره کړې.

او ترڅنګ بیا دوراني کرکټ لوبډلي په ټاکلو شل اوره کښي د ( ۷ ) ویکیټو په زیان ټولي ( ۱۳۹ ) منډي وکړې او لوبه ئې د کندهار ښاروالۍ لوبډلی ته په ( ۱۷ ) منډو وبایلل.

د ښاروالۍ لوبډلي په توپ اچونه کښي شفیع الله ( ۴ ) احمدضیاء " ځلاند " ،حمیدالله " یوسفزي " او عبدالرازق " هوتک " یوه یوه ویکیټه تر لاسه کړه.

د لوبي غوره لوبغاړی د ښاروالۍ لوبډلي څخه شفیع الله وټاکل سوو، چي د خپلي لوبډلي په ګټه ئې ( ۴ ) ویکيټي تر لاسه کړې.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

تېره ورځ د کندهار ښاروالۍ او دوراني کرکټ لوبډلو تر منځ شل اوره سیالۍ تر سره سوه!