په کندهار ښاروالۍ کښي د جنوبي زون ښاروالیو مالي مدیرانو ته د افمس په اړه د عامه پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ پيل سو!

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۹:۴۱
مالي سيسټمونه

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي د افمس (د مالي مدیریت واحد سیستم) په اړه د عامه پوهاوي او عملي زده کړي دوه ورځنئ ورکشاپ جوړ سو.

په دغه روزنیز ورکشاپ کښي د ښاروالیو چارو لوی ریاست د پلاوو په ګډون په کښي د کندهار ښاروالۍ د عوایدو د برخي آمرینو، مدیرانو، د قلات ، لښکرګاه او ترینکوټ ولسواليو مالي مدیرانو برخه اخیستې وه.

په دغه روزنیز ورکشاپ کښي راغلو پلاوو ټولو ګډونوالو ته د افمس سیستم په اړه برابر سوي معلومات وړاندي کړل.

له افمس یا (د مالي مدیریت واحد سیستم) له لاري د عوایدو په برخه کښي مؤثریت، شفافیت، ارزیابي او نظارت ترڅنګ د کورونو د صفائي فورمه ، د دوکانونو د صفائي فورمه او د ملکېتونو جوازونه به له همدې سیسټم له لاري مدیریت کیږي او ددې سیستم د فعاليدو سره به د ښاروالیو پر ښاري فعالیتونو، د همکارانو پر دفتري کارونو او په لا شفافیت کښي نور هم د پام وړ مثبت بدلون راسي.

همداراز د ننۍ لومړنۍ ورځي په دې ورکشاپ کښي راغلو ښاروالیو مالي مسؤلینو د مرکز له مسؤلینو سره د موضوع مطابق خپلي پوښتني او وړاندیزونه هم شریک کړل.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په کندهار ښاروالۍ کښي د جنوبي زون ښاروالیو مالي مدیرانو ته د افمس په اړه د عامه پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ پيل سو!