کندهار ښاروالۍ پر يو طرفه واټونو باندي اغزن لرونکي جمپونه نصب کړه.

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۳۱
اغزن جمپونه

کندهار ښاروالي د ښاري نظم په موخه اغزن لرونکي جمپونه پر يوطرفه سړکونو باندي نصب کړي دي.

یاد جمپونه د هرات بازار، اخند صاحب جامعې، شاه جامعې، عبدالرب اخندزاده جامعې، قاضي غلام دانې، د ولايت مقام څنګ ته، د ميرويس روغتون لمرخاته طرف او کابل دروازې اړوند هغه يو طرفه واټونه چي د چلوونکو لخوا غیر قانوني تګ راتګ او د ترافیکي پیښو د رامینځ ته کېدو باعث کېدل، نصب سول.

همدارنګه د هر جمپ سره یوه ضمیمه د يو طرفه واټ لوحه هم نصب سوې ده.

داچي ياد چمپونه په امتحاني ډول نصب سوي دي تر ښه نتيجې ورکولو وروسته به د ښار اړوند په هغه ځايونو کي نصب کيږي چيري چي اړتيا وي.

ددې جمپونو په نصب کولو سره عامو ښاريانو هم زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه يې تود هرکلى وکړي.

درنو ښاريانو!

د دغه جمپونو او لوحو ساتنه او مراعت وکړي. په آینده کي د غیر اصولي چلووني څخه ډډه وکړۍ

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ پر يو طرفه واټونو باندي اغزن لرونکي جمپونه نصب کړه.