د کندهار ښار په پنځلسو (۱۵) ناحیو کي د زرغون چاپيريال ساتني او پالني کارونه په منظم ډول جريان لري!

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۹:۴۷
سرسبزي

کندهار ښاروالۍ د ښاري ښکلا او زرغونو سیمو د پراختیا په موخه په ښار کي د هوا ککړتیا او د مختلفو ساري ناروغیو د مخنیوي په خاطر د زرغون چاپیریال ساتني او پالني چاري په معیاري توګه راپيل کړي دي.

د کندهار ښاروالۍ اړوند د سرسبزۍ امريت تل هڅه کوي، چي په ښار کي ښاري ښکلا او سمسورتیا ته وده ورکړي، چي اوس مهال د یاد امريت لخوا د سرسبزۍ د ساتني او روزلو په موخه د مختلفو نهالانو،ګلانو، چمنونو، ګلدانونو او زینتي ګلانو د اوبولو او روزلو چاري په دوامداره توګه د یو منظم پلان له مخي جریان لري.

همدارنګه هغه ساحې چي ښکلا او سمسورتیا ته اړتیا لري؛ د ښاریانو په مرسته به یو په بل پسي په معیاري او اساسي توګه ښکلي او زرغونې سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په پنځلسو (۱۵) ناحیو کي د زرغون چاپيريال ساتني او پالني کارونه په منظم ډول جريان لري!