د کندهار ښاروالۍ د نرخونو کنټرول کمېټې لخوا پر نانوايانو باندي د نظارت او کنټرول چاري ترسره کړې!
کندهار ښاروالۍ په اوومه او ديارلسمه ناحيه کي د نانوايانو څخه د نرخونو او وزن د کنټرول په موخه نظارت ترسره کړئ ترڅو د توزيع سوي نرخنامې مطابق د ډوډۍ وزن، قيمت او کيفيت له نږدې څخه و څاري.
هغه نانوايانو چي د نرخنامې څخه سرغړونه کول د هغوی نانواياني وتړل سوې.
د نرخونو کنټرول کمېټې ټولو نانوايانو ته سپارښتني وکړې چي د توزيع سوي نرخنامې عملي کولو ته پوره متوجه و اوسئ او هم به د نظافت پوره خيال ساتئ.
دا لړۍ چي د نرخنامې د توزيع څخه وروسته شروع سوې ده همداسي جريان لري او په کندهار ښار کښي به د ټولو نانويانو څخه وخت پر وخت څارنه کوي.
