کندهار ښاروالي کي د ۱۴۰۳ ه ش کال د اولي ربعي د ترسره سوو فعالېتونو او کړنو معلوماتي غونډه ترسره سول!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۰:۱۴
شفافپت او حساب ورکول

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د ۱۴۰۳ مالي کال د اولي ربعي( حمل، ثور، جوزا او سرطان) میاشتو اړوند  د ښاروالۍ د ترسره سوو فعالېتونو او کړنو معلوماتي غونډه دائره سول، په دغه غونډه کي د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند، مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال، تخنیکي او مسلکي رئیس مولوي نورالباقي خادم، د کندهار ښاروالۍ آمرینو، مدیرانو، علماء کرامو، متنفیذینو، د ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون درلود.

د شفافیت همدا  غونډه چي د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره راپېل سوه، په پېل کي د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند ټولو راغلو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او ترڅنګ ئې زیاته کړه، چي د نني غونډي اصلي هدف د ښاروالۍ د ترسره سوو فعالېتونو په اړه حساب ورکول دي، نو په همدې اساس موږ مسؤلین دا مسؤلیت لرو، چي تاسو د کندهار ښاروالۍ له روانو فعالېتونو څخه خبر او حساب ئې درکړو.

ورپسې د شفافیت او حساب ورکولو عمومي مدیر له لوري د اولي ربعي اړوند د ښاري حکومتولۍ ریاست د ترسره سوو فعالېتونو، کړنو او لاسته راوړونو اړوند  مفصل معلومات له درنو برخه والو سره شریک کړل.

همدارنګه د عوایدو او محاسبې آمر د پېشبیني سوو عوایدو،دراټول سوو عوایدو، تدارکاتي او اداري چارو په اړه خپل ترتیب سوي معلومات وټولو ګډون والو ته وړاندي کړل.

وروسته تخنیکي او مسلکي آمر د پرمختیايي پروژو، انکشافي چارو، ښاري نظم، تنظیف او سرسبزي پر فعالېتونو باندي بشپړ معلومات له برخه والو سره شریک کړل.

د یاد مجلس په وروستیو شېبو کښي د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال د مجلس لنډیز وړاندي کړ او وروسته ټولو راغلو علماوو، ځوانانو، متنفیذینو، ګذر وکیلانو هم دخپلو ناحیو په استازیتوب خپلي غوښتني، پوښتني او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریکي کړې او دمسؤلینو  له خوا ورته په مفصل ډول جوابونه ورکړل سول.

د یادوني وړ ده، چي دترسره سوو فعالېتونو او کړنو معلوماتي غونډي دمالي کال په جریان کي دهري ربعي له پای ته رسېدو سره سم د کندهار ښاروالۍ دریو ریاستونو د ترسره سوو کړنو او فعالېتونو اړوند ښاریانو ته دحساب ورکولو په موخه جوړیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي کي د ۱۴۰۳ ه ش کال د اولي ربعي د ترسره سوو فعالېتونو او کړنو معلوماتي غونډه ترسره سول!