کندهار ښاروالي په پنځلسمه ناحيه، اول ګذر کي د کانال رغولو چاري راپيل کړې!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۹:۱۹
بیا رغونه

کندهار ښاروالۍ د ښار په پنځلسمه ناحيه، اول ګذر کي د ايراضي په کلي کي د شيرسرخ کانال د اساسي رغولو چاري راپيل کړې.

دغه کانال چي د ايراضي کلي څخه شروع کيږي تقريباً ۹۰۰ متره اوږدوالیۍ، د ديوالونو په شمول دوه متره او شل سانتۍ بردوالۍ او د ۸۰ سانتۍ په جګوالي سره په اساسي او معياري ډول رغول کيږي.

د يادي پروژې ټولي رغنيزي چاري به د څلورو مياشتو په موده کښي بشپړي سي او ګټي اخيستني ته به وسپارل سي.

په دغه ستره رغنيزه پروژه کښي هره ورځ ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۱۰ کسان په مسلکي ډول او ۴۰ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.

د همدې مهم کانال په رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي په پنځلسمه ناحيه، اول ګذر کي د کانال رغولو چاري راپيل کړې!