د کندهار ښاروالي تنظيفاتي چاري د ښار په ټولو ناحيوو کښي په منظم ډول جريان لري!

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۴۸
تنظیفاتي چاري

د کندهار ښار په ټولو ناحيو کښي د کثافاتو راټولېدو چاري په دوامداره توګه د یوه منظم پلان له مخي ترسره کیږي.

د کندهار ښاروالۍ اړوند د تنظیف عمومي مدیریت له لوري د تیرو دوو اونیو په جریان کي د ښار له بیلابیلو ساحو څخه (۱۱۰۸۸) متره مکعب کثافات راټول او تر ټاکل سوي ځای پوري لېږدول سوي دي.

په همدې موده کي د یاد مدیریت کاري پرسونل له خوا د ښار د پاکارۍ په برخه کي د (۱۷) کیلو متره چرۍ او (۲۶) کیلومتره سړکانو جارو کښي ترسره سوې ده.

ددې ترڅنګ د کندهار ښاروالۍ تنظیفاتي پرسونل له خوا (۱،۷) کیلو متره د ښار د پاتابونو پاکاري هم ترسره سوې ده.

درنو ښاریانو!

د خپل شاوخوا کثافات په ټاکل سویو ځاینو کي واچوي، ترڅو زموږ تنظیفي پرسونل ورته پر وخت سره رسیدګي وکړي.

پاکي او نظافت د ایمان یوه برخه ده، اړینه ده، چي ټول دیني لارښونو او ټولنیزو اخلاقو ته په کتو په دې برخه کې خپله ونډه اداء کړو، ترڅو د یوه پاک او زرغون ښار شاهدان واوسو.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالي تنظيفاتي چاري د ښار په ټولو ناحيوو کښي په منظم ډول جريان لري!