د زرغون چاپيريال د رامنځته کولو او پالني په موخه دکندهار ښاروالي هڅي جریان لري!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۹:۱۲
fDh vy,ki

په کندهار ښار کي د ښکلا او زرغونو ساحو د پراخولو په موخه، داځل د کندهارښاروالۍ اړوند د سرسبزي آمریت له لوري په دریمه، اوومه او څوارلسمه ناحیه کي د مختلفو زینتي ګلانو او نهالانو د کرلو، اوبولو او روزلو لپاره د غوچه کارۍ ترڅنګ دګلدانونو پاکارۍ چاري په منظمه توګه رواني دي او ډېر ژر به د ښار د ښکلا او سمسورتیا په موخه پر یادو ګلدانونو باندي د مختلفو زینتي ګلانو او نهالانو د ایښودولو کارونه په معیاري توګه ترسره سي.

ددې ترڅنګ هغه ساحې چي ښکلا او سمسورتیا ته اړتیا لري؛ د ښاریانو په مرسته به یو په بل پسي په معیاري او اساسي توګه ښکلي او زرغونې سي.

هیله ده چي ښاریان د دغو ګلانو، نهالانو او نورو زرغونو سیمو په ساتنه او پالنه کي له کندهار ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي.

یادونه: د سرسبزۍ آمریت کاري پرسونل تل هڅه کوي، چي په ښار کي له پارکونو، ګلدانونو او د ښار له شنو ساحو څخه لیدنه وکړي؛ ترڅو ایښودل سوي نهالان او ګلان د اوبو له کمښت سره مخ او وچ نسي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د زرغون چاپيريال د رامنځته کولو او پالني په موخه دکندهار ښاروالي هڅي جریان لري!