کندهار ښار کي د پنجوايي دراهي سړک د پراخولو په موخه د تخريب چاري جريان لري!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۹:۳
کنټرول

کندهار ښاروالي غواړي چي د پنجوايي دراهي سړک د ۴۰ متره په بردوالي سره جوړ کړي.

د همدې سړک د پراخولو په مسير کي چي کومي موانع پرتې دي د کندهار ښاروالۍ تر خبرتيا ورکولو وروسته دسيمي خلګو په خپل خوښه د تخريب چاري راپيل کړي دي، چي تر دې مهاله يې ۸۰ سلنه کارونه بشپړسوي دي او د تخريب پاته کارونه به ژر بشپړسي او د همدې سړک ساختماني چاري به هم ډېر ژر راپيل سي.

د يادوني وړده چي دا سړک د عمومي ډامبر څخه شروع د يو کيلومتر په اوږدوالی سره په اساسي او معياري ډول د ۴۰ متره په پلنوالي سره رغول کيږي.

دا چي د ذکر سوي سړک عرض ډېر کم وو او د ډېر زيات رش په خاطر يې د سيمي خلګ او ددې لاري تلونکي کسان له ډېر مشکل سره مخ کړي وه اوس يې په پراخولو او رغولو سره د سيمي خلګو او ددې لاري تلونکو کسانو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښار کي د پنجوايي دراهي سړک د پراخولو په موخه د تخريب چاري جريان لري!