کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب د ښاروالۍ مامورينو سره د معرفت مجلس ترسره کړئ

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۰:۴۷
معرفت مراسم

دکندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب نن د غرمې مخکي دکندهار ښاروالۍ مامورينو سره د معرفت مجلس ترسره کړئ.

په دې مجلس کي دکندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب ترڅنګ، مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال، د درې ګونو ریاستونو رئیسانو، د ښاروالۍ اړوند آمرينو، مديرانو، د ۱۵ ناحیو آمرینو او اجرائیوي مدیرانو ګډون درلود.

مجلس د قرآن کریم دڅو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپېل سو، په پېل کي د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال نوي ښاروال صاحب ته یو ځل بیا ښه راغلاست ووایه او له ټولو ګډون والوڅخه د راتګ مننه وکړه.

نوموړي څرګنده کړه، چي د کندهار ښاروالۍ ټول کاري پرسونل به دالله تعالی د رضاء لپاره او د ملت د ښېرازۍ په موخه له ښاروال صاحب سره اوږه پر اوږه ولاړ وي. هغه ډاډ ورکړ چي ټول به د اسلامي اصولو او شریعت په چوکاټ کي دننه خپلي دندي ترسره کوي.

وروسته، مرستیال ښاروال د کندهار ښاروالۍ مامورين نوي ښاروال صاحب ته ور وپېژندل.

د غونډي په ترڅ کي د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او هم يې د هدایت او سپارښتني په موخه وینا وکړه.

مولوي روحاني صاحب وویل:

"موږ او تاسي د یوه درانه امانت مسؤلیت پر غاړه لرو. په امانت کي خیانت کول لویه ګناه ده. د خلکو مالونه، جایدادونه زموږ په لاس کي دي، نو په دې برخه کي ډېر احتیاط اړین دی."

ښاروال صاحب د ناحیو آمرانو او عوایدو مدیرانو ته سپارښتنه وکړه چي د خلکو د مالونو ساتنه وکړي، د خلکو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خپلي چاري په پوره صداقت ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چي ټول کارونه به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ترسره کېږي، وظیفوي غفلت به ونه زغمل سي، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم پر ستنو به عمل کیږي او ماتحت یا لاندي اداري کسانو سره به د شفقت چلند کېږي.

په پای کي ښاروال صاحب دخپلو خبرو په وروستیو کي بیا له ټولو مسؤلینو وغوښتل چي خپلو کارونو ته جدي توجه وکړي او د خلکو ستونزو د حل لپاره هڅي وکړي.

د کندهارښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب د وینا وروسته، یاد مجلس د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب د ښاروالۍ مامورينو سره د معرفت مجلس ترسره کړئ