په کندهار ښاروالي کي د تدارکاتي، محاسبوي، کنټرول او مالي چارو اړوند یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندي سو.

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
سمينار

دکندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال په شمول د محاسبې، تدارکاتو، نظارت او ارزیابۍ، تخنیکي او ساختماني چارو مسؤلینو لپاره د تدارکاتي امورو، محاسبوي چارو، کنټرول او نظارتي فعالېتونو اړوند یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندي سو.

د سمینار د پېل په وینا کي مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال ګډون والو ته څرګنده کړه، چي دغه معلوماتي سمینار به د کارونو د لا ښه پرمختګ، پر امورو او اصولو د لا ښه پوهېدو او دکارونو د ځنډ او خنډ د مخنیوي په برخه کي ډیري اسانتیاوي رامنځته کړي.

ورپسې، ټولو راغلو تخنیکي او اداري کسانو ته په بېلا بېلو موضوعاتو لکه د تدارکاتي امورو دسرته رسولو طرزالعمل، د تدارکاتو مراحل، د نظارت پروسې او فورمونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندي سول.

د سمینار په وروستیو کي د وړاندي سوو موضوعاتو اړوند پوښتني او وړاندیزونه هم شریک سول

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په کندهار ښاروالي کي د تدارکاتي، محاسبوي، کنټرول او مالي چارو اړوند یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندي سو.