کندهار ښاروال د ښار د ۱۵ ناحيوو د تنظيف مديرانو سره د ښار پاکولو په اړه مجلس ترسره کړئ

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۴:۵
تنظيفاتي چاري

کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب د ښار پاکولو او تنظیفاتي چارو د لا چټکتیا په موخه د پنځلسو ناحیو د تنظیف مدیرانو سره په خپل کاري دفتر کي مجلس ترسره کړي.

په دې مجلس کي کندهارښاروال دښار پاکولو د لا پرمختګ لپاره تنظیف مدیرانو ته مهمي او جدي سپارښتني وکړې. نوموړي د ښار پاکولو د اهمیت په اړه څرګنده کړه، چي د کثافاتو انتقال، د چرۍ او پاتابونو د پاکولو چاري باید په خورا دقت او جدیت سره ترسره سي. هغه زیاته کړه چي د دې چارو د ښه ترسره کېدو په موخه باید ځانګړي تدابیر ونیول سي.

ښاروال صاحب وويل:

"د چهارشنبې د ورځي څخه به په ټولو ناحیو کي عمومي اشر شروع کیږي. د دې اشر په ترڅ کي به د ښار چرۍ او پاتابونه پاکیږي، او همدارنګه د ټولو ناحیو پاتي کثافات به د موټرونو په واسطه ټاکل سوو ځایونو ته لېږدول کیږي."

د یاد مجلس په پای کي د تنظیف پرسونل هم خپلي ستونزي او مشکلات له ښاروال صاحب سره شریک کړل او ښاروال صاحب هم دهغوی ستونزو ته د رسيدګۍ په خاطر ډاډ ورکړ چي د ستونزو دحل لپاره به عملي ګامونه اخیستل کیږي او ټینګار ئې وکړ چي له دې وروسته به د ښار ټول تنظیفاتي کارونه په منظمه او پلان سوې توګه ترسره کیږي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال د ښار د ۱۵ ناحيوو د تنظيف مديرانو سره د ښار پاکولو په اړه مجلس ترسره کړئ