کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديوکانال او سړک د رغولو چاري ۹۸ سلنه بشپړي سوي دي.

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۲
بيا رغونه

کندهار ښاروالي د دیارلسمي ناحیې، دریم ګذر په میرزا احمد خان کلاچه کي د کانال او سړک د رغولو چاري پیل کړي دي.

دغه کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه متره جګوالی لري او سړک چي له کانال سره هممهاله رغول کیږي تقريبا ۱۳۹ متره اوږدوالی او څلور متره بردوالی لري او په څنګ کي ۱۳۹ متره چرۍ هم په اساسي ډول رغول کيږي.

د دغه پروژې رغنیزي چاري تر دې مهاله ۹۸ سلنه پای ته رسېدلي دي او ټاکل سوې ده، چي د همدې اونۍ په جریان کي د ګټي اخیستني لپاره وسپارل سي.

په ياده پروژه کي اوس مهال ۸۰ کسانو ته دکار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۸ کسان په مسلکي ډول او ۷۲ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.

د همدې پروژې په تطبيق کولو سره دسيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديوکانال او سړک د رغولو چاري ۹۸ سلنه بشپړي سوي دي.