په کندهار ښار کي د ښار پاکولو په موخه تنظیفاتي اشر په منظم ډول جریان لري

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۰:۳۳
بیا رغونه

کندهار ښاروالي د ښار پاکولو په موخه د عمومي اشر په دوام، دتیري چهارشنبې په ورځ د تنظیف کارکوونکو له خوا په دوهمه ناحیه کي له احمدشاهي خندق څخه ۳۹ موټره کثافات او په څوارلسمه ناحیه کي له بېلابیلو ساحو څخه ۱۲ موټره کثافات راټول او ټاکل سوي ځای ته ولېږدول سول.

همدارنګه، په پنځلسمه ناحیه کي د اضافه اوبو د ایستلو په موخه د حاجي ناني د کارتې مخته پلچک جوړ سو، د حوزې مخته پاتاب د عمومي زابر سره وصل کړل سو،ترڅو اضافه اوبه په منظمه توګه عمومي زابر ته ولاړي سي او په راتلونکي کي د اوبو جمع کېدل ستونزي رامنځته نه کړي.

د چهارشنبې په ورځ دتنظیف کارکوونکو له لوري په ټولیز ډول ۵۱ موټره کثافات راټول او ټاکل سوو ځایونو انتقال سول.

درنو ښاریانو!

د کندهار ښاروالۍ زحمت کښه تنظیفي کارکوونکي تل هڅه کوي، چي شپه او ورځ د ښار د پاکوالي په موخه خپل تنظیفاتي چاري جاري وساتي، نو له همدې امله له درنو ښاریانو هیله کوو، چي د ښاروالۍ سره په دې برخه کي پوره همکاري وکړي او خپل شاوخوا کثافات په ټاکل سوو ځایونو کي واچوئ؛ ترڅو زموږ د تنظیف پرسونل پر وخت سره د هغوی د انتقال چاري ترسره کړي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په کندهار ښار کي د ښار پاکولو په موخه تنظیفاتي اشر په منظم ډول جریان لري