د شکایتونو دڅېړلو او حل کولو کمېټې مجلس ترسره کړی

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۰:۱۷
کميسون شکايات

دښار اوسېدونکو شکایتونو ته د رسېدني او حل په موخه، د شکایاتو دڅېړولو او حل کولوکمېټې پرون دوشنبه خپل نوبتي مجلس ترسره کړی. ددې مجلس په ترڅ کي د ثبت سوو شکایتونو په اړه هر اړخیز بحث وسو او دحل لپاره لازم ګامونه پورته سول.

یاده کمېټه په اوونۍ کي دوه ځله، د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو کي په رسمي ډول خپل مجلسونه ترسره کوي په دې مجلسونو کي دمعلوماتي سنټر له لاري ثبت سوي شکایتونه په تفصیل سره څېړل کیږي او دحل لپاره ئې اړین او غېزناک اقدامات ترسره کیږي.

دغه کمېټه د دعوت ارشاد آمریت، د داخلي تفتیش آمریت، د پلان او انکشاف آمریت، د انضباط شهري مديريت په همږغۍ سره رامنځته سوې ده.

د دې کمېټې اساسي موخه دا ده چي د خلګو ستونزي او شکایتونه په خپل وخت، د شفافیت او مسلکي ژمنتیا له مخي وڅېړل سي او د حل لپاره ئې مؤثري کړني ترسره سي، ترڅو د ښاروالۍ د خدماتو په اړه د خلکو باور او اطمینان لا زیات سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د شکایتونو دڅېړلو او حل کولو کمېټې مجلس ترسره کړی