د کندهار ښار په دوهمه ناحيه، کاريز بازار کي د دوو کوڅو رغولو چاري جريان لري

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۱۰
بيا رغونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل د ښار په دوهمه ناحيه، کاريز بازار کي د دوو کوڅو رغولو چاري پيل کړي دي.

دا کوڅې چي تقريبا ۴۵۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري درې هفتې مخکي يې رغنيزي چاري پيل سوي دي تردې مهاله يې ۷۰ سلنه کارونه بشپړسوي او پاته کارونه به يې د يوې هفتې په موده کي بشپړسي.

ددې کوڅو په رغولو کي هره ورځ ۳۰ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده ۵ کسان مسلکي او ۲۵ کسان په غيري مسلکي ډول په کار کولو بوخت دي.

ديادو کوڅو په رغولو د سيمي خلګو زياته خوښي ښودلې او د کندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه يې ځانګړې مننه وکړل.ز

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په دوهمه ناحيه، کاريز بازار کي د دوو کوڅو رغولو چاري جريان لري