د کندهار ښاروالۍ له خوا په ښار کي د کلچه پزانو له دوکانونو څخه د نرخونو کنټرول په موخه نظارت ترسره سو!
دنېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت دکندهار ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم آمریت د ټاکل سوي او توزیع سوي نرخنامې د تعقیب په موخه د ښار د بېلابیلو کلچه پزانو له دوکانونو څخه نظارت ترسره کړی.
د دې نظارت په ترڅ کي هغه کلچه پزانو چي د کندهار ښاروالۍ له خوا ټاکل سوي نرخنامې ته ئې پاملرنه نه وه کړې او د ټاکل سوي نرخنامې څخه ئې سرغړونه کړې وه، د مسؤلینو له لوري وتړل سوه. په مقابل کي هغه کلچه پزانو چي نرخنامې مطابق ئې خپل خوراکي توکي عرضه کول وستایل سول.
همدارنګه د مارکیټونو تنظیم آمریت مسؤلینو ټولو کلچه پزانو ته جدي یادونه وکړه چي د ښاروالۍ له خوا ټاکل سوې نرخنامه په سمه توګه عملي کړي او ټاکل سوي نرخنامې مطابق خپل توکي و درنو ښاریانو ته عرضه کړي که چیري څوک له دې نرخنامې څخه سرغړونه وکړي، دوکانونه به ئې تړل کیږي چي بیا څوک حق د شکایت نه لري.
د یادونې وړ ده چي د ښار د ټولو کلچهپزانو د نرخونو کنټرول لپاره به نظارتي چارې په دوامداره توګه ترسره کېږي.
