د ښار د ښکلا او زرغون چاپیریال رامنځته کولو لپاره د کندهار ښاروالۍ هڅي دوام لري!

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۵۰
سرسبزي او بيار ررغونه

چهار شنبه ۲۷ / ۱ / ۱۴۰۴ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د ښاري چاپیریال د زرغونتیا، ښکلا او پاکوالي د پراخولو په موخه خپلي هڅي چټکي کړي دي. د دوشنبې په ورځ، د سرسبزۍ آمریت له‌خوا د ښار په اوله، دوهمه، دریمه، شپږمه، اتمه او څوارلسمه ناحیه کي د نوو نهالانو ایښودل، د ګلانو غوچه‌کاري، صفائي او پر ګلدانونو باندي د ګلانو او نهالانو د اوبولو چاري په منظم ډول ترسره سوي او لا هم جریان لري.

د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ آمریت د خپل پلان له مخي هڅه کوي هغه ساحې چي ښکلا او سرسبزي ته اړتیا لري، د ښاریانو په همکارۍ به په اساسي او معیاري ډول زرغونې او ښکلي کړي. همدا راز د ایښودل سوو نهالانو او ګلانو پالنه او ساتنه به هم په منظمه توګه ترسره کوي.

درنو ښاریانو!

له تاسو څخه هیله کیږي چي د ښار په بېلابیلو سیمو کښي د زینتي ګلانو، نهالانو او زرغونو ساحو په ساتنه او پالنه کي له کندهار ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړئ ترڅو زموږ او ستاسي ښار له زرغون او پاک چاپیریال څخه برخمن سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د ښار د ښکلا او زرغون چاپیریال رامنځته کولو لپاره د کندهار ښاروالۍ هڅي دوام لري!