په دولسمه ناحیه اووم ګذر کي د ٣ کوڅو د اساسي رغوني چاري په چټکۍ سره جریان لري!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۲۳
بيار غونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي فعالېتونو په لړ کي داځل د ښار د دولسمي ناحیې اړوند په ۷ ګذر کي د ۳ کوڅو د اساسي جوړوني چاري پیل کړي دي.

یادي کوڅې چي په مجموعي توګه ۴۲۵ متره اوږدوالئ لري او ساحو ته په کتو سره د مختلفو عرضونو درلودونکي دي. دا مهال ئې د لېول کارۍ چاري رواني دي او تمه ده چي ډېر ژر به ئې د کانګریټ اچولو کارونه هم پیل سي.

د دغي پروژې رغنیزي چاري شاوخوا ۲ میاشتي مخکي شروع سوي او پاته کارونه به ئې د يوې میاشتي په موده کې بشپړ سي.

د یادونې وړ ده چي د دې پروژې له لاري دا مهال ۹۰ هېوادوالو ته په فني او غیري فني ډول د کارکولو زمینه برابره سوې ده.

ددې ترڅنګ د یادو کوڅو په رغولو سره د سیمي خلګو زیاته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه یې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په دولسمه ناحیه اووم ګذر کي د ٣ کوڅو د اساسي رغوني چاري په چټکۍ سره جریان لري!