په کندهار ښار کي ۶۵ ټنه بې کيفېته، تاریخ تېر خوراکي او غیري خوراکي توکي راټول او وسوځول سوه!
د مستهليکينو ملاتړ کميسیون له خوا د يوې مياشتي په موده کښي د کندهار ښار له بېلابيلو ساحو څخه ۶۵ ټنه تر وخت تېر او بې کيفېته خوراکي او غيري خوراکي توکي راټول او نن ورځ د پنجوايي ولسوالۍ په غرونو کي وسوځول سوه.
د مستهليکينو ملاتړ کميسيون چي د يوولس رياستونو څخه تشکيل سوئ دی په اوونۍ کي درې ورځي د ښار په بېلابيلو سيمو کي کمپاينونه ترسره کوي. هغه تجاران او دوکانداران چي تر وخت تېر او بې کيفېته توکي خرڅوي راټولوي او له منځه يې وړي.
د مستهليکينو ملاتړ کميسيون ددې ګام څخه عامو ښاريانو زياته خوښي وښودل او د داسي ورته اقداماتو غوښتنه يې وکړل.
