د زرغون کندهار او باستان هرات ښاروالیو ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو په موخه غونډه جوړه سوه!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۴۲
هوکړه ليک

د کندهار ښاروالۍ دغونډو په تالار کي پرون يک شنبه دهرات او کندهار ښاروالیو ترمنځ د ښاري اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هوکړه لیک د لاسلیک کولو په موخه غونډه جوړه سوه. په دې غونډه کي دکندهار ښاروال مولوی عبدالله روحاني صاحب په ګډون، د چارو ادارې لوی ریاست استازي حزب الله نعمت زی، دهرات ښاروال حسن حاجي صاحب، د هرات ښاروالۍ اړوند رئيسانو، د هرات ولايت د ځينو نورو ادارو رئيسانو او استازو، دکندهار ښاروالۍ رئيسانو، امرينو او مديرانو، دکندهار اطلاعات او فرهنګ رياست استازی، د کندهار پوهنتون استازي، د امربالمعروف رياست استازي او ځينو نورو مشرانو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت اویوه نبوي حدیث په ویلو سره پیل سوه، ورپسې د کندهار ښاروال مولوی عبدالله روحاني صاحب ټولو راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او له راتګ څخه ئې مننه وکړه.

ښاغلي روحاني صاحب په خپلو مقدماتي خبرو کي د ښاروالیو پر اهمیت خبري وکړې. نوموړي وویل: ښاروالي په نظام کي یو مهم رکن دی،دا د ولسونو استازیتوب کوي او د نظام څهره ګڼل کیږي.

نوموړي زیاته کړه چي د هرات او کندهار ښاروالیو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هوکړه لیک لاسلیک کول یو مهم ګام دی، ځکه دا به دواړه ښاروالیاني یو له بله سره لا نږدې کړي، متقابلي همکارۍ به رامنځته کړي او تجربې به سره شریکي کړي. نوموړي دا هم وویل چي کندهار او هرات دواړه له تاریخي، فرهنګي او ټولنیزو اړخونو له مخي ډیر مهم او ستر ښارونه دي.

د کندهار ښاروال صاحب تر وینا وروسته، د چارو اداري لوی ریاست استازي هم خبري وکړې نوموړي وويل چي د ښارونو ترمنځ د ښاري اړیکيو پیاوړتیا د متقابلي پېژندني او همږغۍ په معنی ده، چي له امله ئې د ښاري خدمتونو وړتیاوي رامنځته کیږي.

هغه دا هم وویل، چي د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د ښاري حکومتولۍ ریاست اساسي دنده دا ده چي د کورنیو او بهرنیو ښارونو ترمنځ ښاري اړیکي پیاوړيکړي، ترڅو د افغانستان د بېلابیلو ښارونو د وصل، تجربو، زده کړو او پوهو د انتقال زمینه برابره سي. هغه زیاته کړه چي دا ډول تفاهم‌لیکونه د ښارونو ترمنځ دوستانه اړیکي لا پیاوړيکوي.

ورپسې، دهرات ښاروال حسن حاجي صاحب هم وینا وکړه. هغه خوښي وښوده چي په داسي مهمه غونډه کي ګډون کوي او زیاته ئې کړه چي دهرات او کندهار ښاروالیو ترمنځ باید ښاري اړیکي ټینګي سي، مسؤلین باید له یو بل سره همکاري وکړي او خپلي تجربې یوله بله سره شریکي کړي او خپل مسؤلیتونه په اخلاص ترسره کړي.

دغونډي په دوام، د هرات ښاروالۍ، صنعت او تجارت، هرات پوهنتون او د هرات زراعت ریاست رئیسانو او استازو ددغه ولایت د اقتصادی فرصتونو، زراعت، صنعت اود هرات ښاروالۍ د فعالېتونو په اړه ګډون والو ته مفصل معلومات وړاندي کړل.

همدارنګه د کندهار ښاروالۍ تخنیکي ټیم له لوري په کندهار ښار کي د روانو او بشپړ سوو پروژو په اړه تفصلي معلومات وړاندي سول. د رسمي خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته، د هرات او کندهار ښاروالیو ترمنځ د ښاري اړیکو د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو په موخه هوکړه ‌لیک لاسلیک سو. د هوکړه ‌لیک تر لاسلیک وروسته، راغلو مشرانو ته ستاینلیکونه ورکړل سول. ياده غونډه به يوه ورځ نور هم دوام وکړي او هم به د هرات ولايت څخه راغلي مسؤلين په کندهار ښار کي دښاروالۍ له روانو او بشپړو سوو پروژو څخه او هم به د ځينو نورو رياستونو له مسؤلينو سره ليده کاته ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د زرغون کندهار او باستان هرات ښاروالیو ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو په موخه غونډه جوړه سوه!