کندهار ښاروالۍ په اوله ناحيه، څلرم ګذر کي د وچ مانده د سنګ کاري کولو چاري بشپړي کړې!

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
بیا رغونه .

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کي، د ښار د اولي ناحیې اړوند په څلرم ګذر کي د وچ مانده دسنګ کارۍ چاري په اساسي او معیاري ډول پيل کړي وې، چي دا چاري د ۳ میاشتو په موده کي بشپړي سوې.

یاد مانده شاوخوا ۵۰۰ متره اوږدوالی، ۴ متر پلنوالی او ۳،۵ متره جګوالي لري، چي د اضافي اوبو دمنظم تېریدو لپاره جوړ سوی دی. ددې مانده به جوړېدو سره به د سیلابونو، بدبويي او نورو احتمالي پيښو خطرونه راکم سي او د سیمي خلګ به له ګڼو ستونزو څخه خوندي پاته سي.

په دې انکشافي پروژه کي هره ورځ ۹۰ کسانو ته دکار کولو زمينه برابره سوې وه.

د سیمي خلګو ددې رغنیزي پروژې له بشپړېدو وروسته خوښي وښوده او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په اوله ناحيه، څلرم ګذر کي د وچ مانده د سنګ کاري کولو چاري بشپړي کړې!