دکندهار ښار په ۱۲ ناحیه، ۷ ګذر کي د ۳ کوڅو د رغوني چاري ۹۵ سلنه بشپړي سوي دي!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۲۸
بیا رغونه

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په لړ کي د ښار د ۱۲ ناحیې اړوند په ۷ ګذر کي د ۳ کوڅو د اساسي رغوني چاري پیل کړي، چي تر دې دمه ئې ۹۵ سلنه پرمختیايي کارونه بشپړ سوي او ډېر ژر به یادي کوڅې دګټي اخیستني لپاره وسپارل سي.

دا کوڅې نږدې ۴۲۰ متره اوږدوالی او ساحو ته په کتو سره مختلف عرضونه لري. ددغي پروژې رغنیزي چاري شاوخوا درې مياشتي مخکي پيل سوي دي او تمه ده چي پاته کارونه به ئې د ۱۰ ورځو په موده کي په اساسي ډول بشپړ سي.

د دې پروژې له لاري دا مهال ۴۳ کسانو ته په فني او غیري فني ډول د کار کولو زمینه برابره سوې ده.

همدارنګه ددې کوڅو په رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

دکندهار ښار په ۱۲ ناحیه، ۷ ګذر کي د ۳ کوڅو د رغوني چاري ۹۵ سلنه بشپړي سوي دي!