کندهار ښاروال: لله الحمد؛ په مجموع کي شپه په خير تېره سوه

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۳:۳۲
MAB member

کندهار ښاروال:
لله الحمد؛ په مجموع کي شپه په خير تېره سوه
۲۲، جدي، ۱۳۹۸
کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات وايي، سره له دې چي برايي ټوله شپه دوامداره باران واورېد، خو له نېکه مرغه د لوی خدای (ج) په فضل، د ښاروالي د اضطراري کمېټې د جدي مراقبت او د بااحساسه ښاريانو د همکارۍ له برکته په کندهار ښار کي د يادولو او اندېښنې وړ ځاني يا مالي زيان نه دی اوښتی. تېره شپه کندهار ښاروال، د ناحيو آمرين، د ناحيو کاري پرسونل، د اضطراري کمېټې کاري ډله او دوه تنه بااحساسه ځوانان ښاغلی فيض محمد فيض او ښاغلی فضل احمد محسن تر سهاره ويښ وو.
ښاغلي حيات وويل، يوازي د نهمي ناحيې په مربوطاتو کي يو کور نن سهار پر ۷ بجې نړېدلی، متأسفانه يوه مېرمن په کښي ټپي سوې وه، د ښاروالي د اضطراري خدماتو د کارکوونکو له خوا عاجل روغتون ته رسول سوې او د نوموړي کور نور ماشومان د ناحيې آمر کور ته انتقال کړي دي.
همدا راز د کندهار ښار د نهمي ناحيې په فقير بابا کوڅه کي تېره شپه يو دېوال نړېدلی و، چي د ښاروالي کارکوونکي پر وخت ور رسېدلي او د نوموړي کور په اصطلاح پرده يې خوندي کړې، د اوبو مسير يې ژر تر ژره ايله کړی او د جدي زيانونو مخه يې نيولې ده.
دغه راز د کندهار ښار د ميرويس روغتون شا ته د اوبو مسير بند سوی و، د ښاروالي د اضطراري خدماتو کمېټې په عاجله توګه رسېدګي ورته وکړه، د اوبو مسير يې ايله کړ او د ځاني او مالي زيانونو مخه يې ونيوله.
کندهار ښاروال وايي، د اضطراري خدماتو کمېټه تر هغو چي باران دوام ولري او د احتمالي زيان خطر موجود واوسي، د آماده باش په حال کي ده، ټول ښار څاري او په خپل ټول توان د زيانونو د مخنيوي هڅو ته دوام ورکوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال: لله الحمد؛ په مجموع کي شپه په خير تېره سوه