د زاړه ګمرک د دوکانونو مالکينو ته د ملکيت سندونه ورکړل سول
سه شنبه/ ۲۹ – ۱۱- ۱۳۹۸ کندهار ښاروال نن د زاړه ګمرک د هغو دوکانونو مالکينو ته د هغوی د دوکانونو د ملکيت سندونو توزيع پیل کړه، چي د ښاروالي له خوا يې د کندهار ښار د احمدشاهي جادې په اوږدو کي پخواني دوکانونه/ملکيتونه استملاک کړل سوي دي. کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات له دغو ټولو دوکاندارانو څخه مننه وکړه چي د خپل ښار او ښاريانو له پاره يې مالي قرباني ورکړه، استملاک ته يې غاړه کښېښوده او د احمدشاهي جادې د پلان پلي کولو ته يې زمينه برابره کړه. ښاغلي حيات له ټولو دوکاندارانو څخه له دې امله بخښنه وغوښته چي د ملکيت سندونه يې ځنډول سوي وو. ښاروال له هغوی سره ژمنه وکړه چي د زاړه ګمرک په سيمه کي به د تشنابونو په شمول ټول هغه لومړني خدمات عرضه کوي، چي ورته اړتيا ده. د کندهار د سوداګرۍ خوني مشر او ملي سوداګر حاجي نصرالله زهير د کندهار د سوداګرو او مشرانو د هغه کمېسيون غړی و چي د احمدشاهي جادې د استملاک چاري يې پر مخ وړلې. ښاغلي زهير له کندهار ښاروال څخه د ملکيت سندونو د توزيع له امله مننه وکړه او وړانديز يې وکړ چي د سرې جامع د سيمي د استملاک پروسه هم چټکه کړي. ښاغلي زهير خوښي وښوده چي کندهار ښاروالي احمدشاهي جاده په يوه کوچني اقتصادي زون بدله کړې ده. حاجي عبدالرحمن آغا چي د دوکاندارانو په استازيتوب يې خبري کولې، له کندهار ښاروال او د کندهار له مشرانو څخه مننه وکړه چي دوی ته يې د ملکيت سندونه توزيع کړل. عبدالرحمن آغا وويل، که خلک او په ځانګړي ډول د خلکو مشران له ښاروالي او ولايت مقام سره همکار وي، نو په کندهار ښار کي د هر ډول پرمختيايي پلان پلي کول ممکن دي.
