مشرانو جرګې د کندهار ښاروال فعاليتونه وستايل

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۹:۵۹
ښاروال

سه شنبه/۶ -۱۲- ۹۸

د مشرانو جرګې غړي ډاکټر محمود خاکرېزوال د مشرانو جرګې په استازولي نن د څو تنو په ملتيا هغه ستاينليک کندهار ښاروال ته وسپاره، چي د مشرانو جرګې له خوا د نوموړي د کارونو د ستايني په موخه برابر سوی و. ښاغلي خاکرېزوال وويل، دوی د کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات اداري او خدماتي فعاليتونه څارلي، چي د کندهار ښار امکاناتو او شرائطو ته په پام سره تر ډېره د قناعت وړ دي. نوموړي هيله څرګنده کړه چي د کندهار ښاروالي خدمات ورځ تر بلي له اړتيا سره سم پراختيا پيدا کړي. کندهار ښاروال له مشرانو جرګې؛ په ځانګړي ډول سناتور ډاکټر محمود خاکرېزوال څخه مننه وکړه چي د ده او د ده د کاري ټيم د زحمتونو قدرداني يې کړې، خو ويې ويل، دا د ده مسؤليت او وجيبه ده چي بايد د خپل ښار له پاره کار وکړي. انجنير محمد رفيع حيات وويل، د ښاروال په توګه د ده د دندي لږ وخت کېږي، ځکه نو انتظار بايد وسي چي د ده فعاليتونه د ارزوني او ستايني وړ سي. ښاغلي حيات نوموړي سناتور ته وويل چي کندهار ښاروالي په محلي سطحه له ادارو سره غوره همږغي لري، خو اړتيا ده چي مرکز يې هم د دخولي دروازو عوايد پر وخت ورته راولېږي، څو خدمات يې له خڼد او ځنډ سره مخ نه سي. سناتور ډاکټر محمود خاکرېزوال د کندهار ښاروال اندېښنه پر ځای وبلله او ژمنه يې وکړه چي کابل ته تر تګ وروسته به دا موضوع له اړوند وزارت سره يادوي او د هواري له پاره به يې د اقدام هڅي کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

مشرانو جرګې د کندهار ښاروال فعاليتونه وستايل