د کندهار ښاروالي لخوا په ښار کي هره پیلېدونکې پروژه د ښاریانو ضرورتونه او علویتونه پوره کوي
کندهار ښاروالي د خپلو رغنیزو پروژو په دوام د ښار د شپږمي ناحیې په لېمه ګذر کي د سړک جوړوني چاري را پيل کړي دي
د شپږمي ناحیې په لېمه ګذر کي چي د ۱۱۵۱ متره په اوږدوالي او ۸ متره په بر باندي د سړک د جوړوني چاري کندهار ښاروالي راپیل کړي دي تر دوو اونیو وروسته به یې د قیریزي چاري هم پيل سي
ددې سړک سره په څنګ کي د ۲۶۷۰ متره په اوږدوالي چرۍ جوړه سوې او تر څنګ یي د ۲۴۳دانو سلبونو د جوړولو چاري هم رواني دي تر څو ددې سړک د جوړېدو سره ټولي چاري په معیاري او اساسي توګه تکمیلي سي
د محل او سیمي اوسېدونکي د کندهار ښاروالي د وروستیو انکشافي پر مختګونو ننګه کوي او له کندهار ښاروالي څخه مننه کوي چي پر وخت یې د دوی اولیتونو ته لومړیتوب ورکړی دی
ددې تر څنګ کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښار په ۱۵ ناحیو کي ښاریانو ته اړین بنسټیز پرمختیایي او معیاري خدمات وړاندي کوي هغه د ښاروالي په روانو پلانونو کي د ښاریانو د همکاري او ملاتړ تر څنګ وویل ښاروالي او ښاریان یو د بل تکمیلونکي دي په ګډه سره کولای سو د ښار په اوسنۍ بڼه کي مثبت تغیر راولو
