جاوید احمد میوندي دازاد رقابت له لاري د کندهار ښاروالي سکتوري او تخنیکي رئیس وټاکل سو.

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۱۲:۴۱
Kandahar Municipality

جاویداحمد میوندي چي څه موده مخکي یې د کندهار ښاروالي د سکتوري او تخنیکي خدماتو ریاست ته امتحان ورکړی او بریالي سوی و نن د کندهار د ولایت مقام د ټولنیزو چارو د مرستیال حاجي اغالالي دستګیري لخوا چي د کندهار ښاروالي مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي، د ولایتي شورا استازو او د دولتي ادارې سکټوري رئیسانو او ولسوالانو یې هم ملتیا درلودل د کندهار ښاروالي مامورینوذته معرفي کړل سو.

لومړی د ولایت مقام د بشري منابعو رئیس د جاویداحمد میوندي د معرفت په اړوند د ولسمشر حکم ووایه وروسته د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري او د ولایتي شورا غړي نعمت الله خان شیردلي د ښاغلي میوند د تیرو لسو کلنو پر فعالیت خبري وکړې چی په ولایت مقام کي یې وظیفه په ښه توګه سره اجراکړې وه، میوند یو فعاله او ځيرک ځوان یاد کړ او د خپله طرفه یې د چارو د ښه تر سره کولو په منظور د پوره همکاري ډاډ ورکړ.

وروسته د کندهار ښاروالي مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي د ښاروالي د پرسونل په نماینده ګي د مبارکي ویلو تر څنګ د ښاروالي په چارو کي ورته ښه راغلاست ووایه او د ښاروالي د پرسونل په نماینده ګي یې د پوره همکاري ډاډ ورکړ.

وروسته د کندهار ښاروالي لپاره د سکتوري او تخنیکي ریاست لپاره نوي ټاکل سوي رئیس ښاغلي جاوید احمد میوند خبري وکړې هغه د ولسمشر څخه د منني تر څنګ د کندهار ښار په پراختیایي برخه کي د ولایت مقام او ولایتي شورا د همکاريو مننه وکړه د ښاغلي میوند په خبره ددې ښار د نیکمرغي د کندهار ښاریانو لپاره د ښه معیاري خدماتو د برابرولو او نورو مهمو برخو کښي به په صداقت او ایمانداري سره کار کوي وروسته د ولایت مقام د مرستیال حاجي اغالالی دستګیري او د مجلس د غړو لخوا د سکتوري او تخنیکی ریاست پر چوکۍ کښېنول سو او په ورځني چارو کي ورته دبریالیتوب هیله وسوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

جاوید احمد میوندي دازاد رقابت له لاري د کندهار ښاروالي سکتوري او تخنیکي رئیس وټاکل سو.