کندهار ښاروال: په هره پرمختیایي پروژه کي مو په زیات شمېر خلګو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۴ - ۱۱:۲۳
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د کندهارښاروالي لخوا په هره ساختماني پروژه کي په زیات شمیر خلګو ته د کار کولو زمینه برابریږي تر څو له یوې خوا حلاله نفقه خپلو کورنیو ته یو سي او له بل طرفه د ښار په جوړښت کي ونډه واخلي د ښاغلي حیات په خبره پخپلو پرمختیایي پروژو کي یې هڅه او کوښښ دادی تر څو د پروژې د بنسټيزي او معیاري پیلېدني او سر ته رسولو سره سم عامو ښاریانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې وي.

کندهار ښاروال پر داسي مهال یادي څرګندوني کوي چي نژدې د کندهار ښار په ټولو ناحیو کي کندهار ښاروالي متوازنه پراختیا جاري ساتلې چي د همدې روانو پروژو په لړ کي د ښار د ۱۲ ناحیې اړوند په ۸ ګذر (انتظار) کي د دو سړکونو د جوړېدو چاري رواني دي.

د ۱۲ ناحیې د ۸ ګذر یو جوړېدونکی سړک چي د ۹۳۰ متره په طول او ۱۰ متره په عرض جوړیږي ورسره په څنګ کښي یو پلچک د ۱۵متره په طول او ۲متره په عرض دی او هم یو بل سړک د همدې ګذر په ساحه کي د ۲۵۹ متره په طول ۸ متره په عرض او د همدې سړک په امتداد یو پلچک د ۹ متره په طول او ۲متره په عرض دی او تر څنګ یي د ۳۰۰ متره په اوږدوالي چرۍ یو طرف ته او د ۳۰۰ متره په اوږدوالي یې چرۍ بل طرف ته د جوړېدو په پلان کي ده د دې سړکانو د اساسي او معیاري جوړېدو سره نه یواځي دا چي په زیات شمیر خلګو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده بلکي د هغه سره په څنګ کښي ددې سړکونو په جوړېدو سره د یادي ساحې د خلګو هغه مهمه ستونزه کوم چي د سړکونو جوړول وه هم سرته حل کړل سول.

د یادي ساحې خلګو له کندهار ښاروالي څخه د منني تر څنګ د نورو پرمختیایي خدماتو غوښتنه هم درلودل دوی ژمنه وکړه چي د ښاروالي د پلانونو په عملي کولو کي به پوره همکاري کوي.

یاده دي وي چي کندهار ښاروالي د ښار په ۱۵ ناحیو کي بنسټیزه، معیاري او اساسي پراختیا رامنځته کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال: په هره پرمختیایي پروژه کي مو په زیات شمېر خلګو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده