د لسمي ناحیې اړوند په ټاټوبي ګذر کي د ۱۱۵۹ متره په اږدوالي ۹ متره په عرض د سړک د قیریزي چاري راپيل سوې

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۷ - ۱۱:۱۲
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي له لوري د ښار د لسمي ناحیې اړوند د سیمانو پُله په سیمه کي په ټاټوبي ګذر کي د یوه سړک اساسي او معیاري چاري راپیل سوې او قیر کړل سو ددې سړک سره په څنګ د ۸۰۰ متره په اوږدوالي چري هم جوړه سوې تر څو له یوه اړخه ددې سیمي په بنسټیزه برخه کي مثبت بدلون راغلی وي اوله بله طرفه په دې پروژه کي خلګو ته د کار کولو زمینه برابره سوې وي.

ددې تر څنګ د ښار په نورو برخو کي هم د کندهار ښاروالي لخوا رغنیزي چاري جریان لري او په زیات شمیر خلګو ته پکښي د کار کولو زمینه برابره سوې ده.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښار معیاري او اساسي پراختیا تر څنګ په هره پروژه کي کندهار ښاریانو ته د کار کولو زمینه برابرول ورته مهم دي د ښاغلي حیات په خبره هڅه کوي د پروژې کیفیت او ارزښت اوږد مهاله وساتي او خلګو ته هره پروژه په ښه کوالټي تر سره کړي تر څو کندهار ښاریان ورڅخه دوامداره ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د لسمي ناحیې اړوند په ټاټوبي ګذر کي د ۱۱۵۹ متره په اږدوالي ۹ متره په عرض د سړک د قیریزي چاري راپيل سوې