کندهار ښاروالي د ۶۳۱ متره په اوږدوالي او د ۸ متره په عرض سړک جوړوي

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۱۱:۱۰
کندهار ښاروالی

کندهار ښاروالي د ۶۳۱ متره په اوږدوالي او د ۸ متره په عرض سړک جوړوي

دوشنبه /۱۳۹۹-۴-۲۳
کندهار ښاروالي په ښار کي د پرمختیایي پراختیا په اساس د شپږمي ناحیې په جدید ګذر (شین کاریز) په ساحه کښي د ۶۳۱ متره په اوږدوالي ۱،۲۰ متره په بره سړک جوړوي او ۲،۵ متره په ارتفاع استېنادي دېوال هم جوړوي چي رغنیزي چاري یې رواني دي ددې استېنادي دېوال په څنګ کي د ۶۳۱ متره په اوږدوالي چرۍ هم په اساسي او معیاري توګه سره جوړیږي ددې تر څنګ په همدې پروژه کي درې پلچکان چي هر پلچک د ۱مترپه عرض او ۸۰،۶۰متره په طول باندي دی جوړیږي او ۷۰ داني سلبونه هم په دې پروژه کي شامل دي.
ددې پروژې په رغنیزو چارو کي په زیات شمیر خلګو ته د کار کولو زمینه برابره سوې او د عملي کېدلو سره به یې خلګو ته بهترین سهولت رامنځته سوي وي.
کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښار په پنځلسو ناحیو کي د کندهار ښاروالي لخوا روان پرمختیایي او ساختماني فعالیتونه د ښاریانو ضرورتونه رفعه کوي هغه د ښاروالي د پلانونوړپه عملي کولوړکي د ښاریانو همکاري غواړي د ښاغلي حیات په خبره د ښاریانو دوامداره همکاري کولای سي د ښاروالي رغنیزي چاري نوري هم چټکي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د ۶۳۱ متره په اوږدوالي او د ۸ متره په عرض سړک جوړوي