دښاریانو هرشکایت ته رسیده ګي کیږي .

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۸:۱۴
Kandahar Municipality

دکندهارښاروالي دمرستیال حاجي محمد نسیم رضایي ترمشرۍ لاندي دشکایتونو دبرسۍ کمیټه جوړه سوه.

دکندهارښاروالي دښاري حکومتولۍ ریاست چي په هرو ۱۵ورځو کي دمرکزڅخه دراغلي طرزالعمل سره سم دښاریانو دشکایتونو کمیټه جوړوي پرمهال یي ددوی ستونزو ته رسیده ګي هم کوي .

په یاده کمیټه کي مشري یې کندهارښْاروال پرغاړه لري دښاري حکومتولۍ ریاست یي منشي ،سکټوري ریاست ،مالي او اداري ریاست،دښاري حکومتولي دجندراوځوانانومدیریت او دمشورتي بورډ مرستیال یي غړي دي چي نن یي خپله ۱۵ورځنۍ مجلس وکړ او ۱۰هغه عرایض یي برسي اوحل اوفصل کړه کوم چي دبیلابیلو ښاري موضوعاتو په اړه کندهارښاریانوکړي وه.

دکندهارښاروالي مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي وویل ښاروالي دښاریانو دوهم کور دی نوځکه کوښښ کوي چي ژر تر ژره دښاریانو ستونزو ته رسیده ګي وکړي ،دښاري حکومتولۍ ریس عبدالواحدشاه هاشمي وویل موږ دعرایضو ترڅنګ دښارد۱۵په دفترونو کي هم دشکایتونو صندوقونه ایښي اوهم دښاروالي دمقام په ساحه کي دشکایتونو صندوق سته او ددې ترڅنګ مو دټولنیزو رسنیو دلاري هم دخلګو ستونزو اوشکایتونوته پروخت جواب ویلی دی ،سکټوري ریس احمد جاوید میوند وویل موږ په ټولو برخوکي دښاریانو ستونزوته حل لاره لټوو او دهري ساختماني پروژې ،تنظیف او سرسبزۍ په برخه کي اماده یو چي ولس ته جواب ویلونکي واوسو .

یاده دي وي چي دښاروالي په معلوماتي مرکزکي دشکایتونو دثبت سیسټم سته او دهغه لاري مرکزهم په جریان کي کیږي ترڅو دخلګو ټولو هغه شکایتونوته پروخت جواب ویل سوی وي کوم چي دښاروالي دامراتو اړوند وي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

دښاریانو هرشکایت ته رسیده ګي کیږي .