د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښاروالیو چارو معین د کندهار ښاروالۍ مامورینو او د ګذر وکیلانو سره وکتل

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۸:۹
Kandahar Municipality

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښاروالیو چارو معین روح الله نیازي کندهار ته د خپل سفر پر مهال د سې شنبې په ورځ کندهار ښاروالۍ کي د ښاروالۍ مامورینو او د یو شمېر ناحیو د ګذر وکیلانو سره وکتل، چي د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، کندهار ښاروال انجینر محمدرفیع حیات او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

په پیل کي کندهار ښاروال انجینرمحمد رفیع حیات مرکز څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده، چي له نژدې د چارو لیدنه او ارزونه ترسره کوي.

کندهار ښاروال د ګذر وکیلانو او د ښاروالۍ مامورینو څخه وغوښتل، چي هر ډول ستونزي په مخامخ توګه د ښاروالیو چارو معین سره شریکې کړي، تر څو ورته رسیدګي وسي.

پسې د ولسي تړون ملي پروګرام د عامه اړیکو مسؤل ننګیالي ابرهیمي په کندهار کي د ولسي تړون ملي پروګرام د پروژو په اړه خبري وکړې او د دغه پروګرام د پیاوړتیا، نظارت او ورته نورو برخو کي یې د همکارۍ ډاډ وړاندي کړ.

وروسته د ګذر وکیلانو او عامو خلکو په استازیتوب یو شمېر کسانو د خپلو خبرو پر مهال د ولسي تړون ملي پروګرام څخه رضایت څرګند کړ او ترڅنګ یې د پروګرام د لا پیاوړتیا، ولسي شوراګانو ډېرښت، میانکوه بند پراختیا او یو شمېر نورو برخو کي د ښاروالیو چارو معین سره خپلي ستونزي او وړاندیزونه شریک کړل.

د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیبب د خپلو خبرو پر مهال د ولسي تړون ملي پروګرام ښه وارزاوه او غوښتنه یې وکړه، چي دغه پروګرام دي په یو شمېر نورو ولسوالیو کي هم عملي او پیاوړتیا ته دې یې پاملرنه زیاته سي.

په همدي ترتیب د ښاروالیو چارو معین روح الله نیازي مننه وکړه، چي په مخامخ توګه یې د ګذر وکیلانو او عامو خلکو ستونزي واورېدې او ویې ویل، چي د سفر موخه یې د ولسي تړون پروګرام ارزول او په مخامخ توګه د ستونزو اورېدل دي.

ښاغلي نیازي کندهار ښاروالۍ پوري اړوند ستونزو ستونزو د حل په موخه ځايي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه او مرکز پوري اړوند ستونزو په اړه یې ډاډ وړاندي کړ، چي د خلکو ستونزي او غوښتني به اړوندو مرکزي ادارو سره تعقیبوي.

په غونډه کي پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبري وسوې او د دوه اړخیزه همکارۍ ډاډ وړاندي سو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښاروالیو چارو معین د کندهار ښاروالۍ مامورینو او د ګذر وکیلانو سره وکتل