کندهارښاروال انجنیرمحمد رفیع حیات دکندهارولایت مقام په اداري غونډه کي ګډونوالوته دشل کلن ستراتیژیک پلان په اړه توضیحات ورکړه.
دولایت مقام اداري غونډه کي کندهار ښاروال انجنیر محمدرفیع حیات د کندهار ښار د شل کلن ستراتیژیک پلان د توضیح کولو ترڅنګ د تېرو ددو ربعو کاري ګزارش ګډونوالو سره شریک کړ.
کندهار ښاروال انجینر محمدرفیع حیات وویل، د کندهار ښار شل کلن ستراتیژیک پلان نهايي سوی او د جمهوررئيس محمداشرف غني واضح هدایت دی، چي هره اداره دي خپلي پروژې د دغه پلان له مخي ترتیب او په دغه پلان کي ورپوري اړونده برخه دي په دقت مطالعه کړي، څو ستونزي په نښه او د حل لپاره یې واضح لاري چاري او وړاندیزونه په کتبي بڼه وړاندي سي.
