د اوومي ناحیه میربازار سړک رغنیزي چاري عملاً پیل سوې

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۹:۱۴
Kandahar Municipality

د ولایتي ادارې په پراخو هلو ځلو تر کلونو وروسته نن چهارشنبه عملاً د ښار د اوومي ناحیه اړوند د میربازار سړک رغنیزي چاري پیل سوې، چي د پیل مراسیمو کي د کندهار والي حیات الله حیات تر څنګ د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال، کندهار ښاروال انجینر رفیع حیات او د سیمي اوسیدونکو برخه اخیستي وه.

د پرانیستني پر مهال کندهار والي حیات الله حیات وویل، دغه سړک ۳ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰ متره عرض، په خپل مسیر کي نیم متر چرۍ او ۲۷ پلچکان لري، چي د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ یې د ۵۳ میلیونه ۲ سوه ۶۲ زره ۴ سوه او ۷۵ افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي توګه رغول کېږي.

د ښاغلي حیات په خبره، یاد سړک د ۷ میاشتو په موده کي د السیف های وي ساختماني شرکت لخوا جوړېږي، چي پر مهال به یې ۸۱۷ مسلکي کارکوونکو او ۱۷۴۲ غیرمسلکي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره او ۱۶۰۰ کورنۍ به مستقیمه استفاده ترې وکړي.

کندهار والي د سیمي اوسېدونکو او د ښاروالۍ مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چي وخت پر وخت له پروژې نظارت وکړي، څو چاري یې په ټاکلي موده کي په معیاري بڼه ترسره سي.

د ولایتی شورا رئيس حاجي سیدجان خاکرېزوال د دغه سړک په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چي ولایتي شورا به وخت پر وخت چاري له نژدې څاري، څو په اساسي او معیاري توګه ورغول سي.

کندهار ښاروال انجینر محمدرفیع حیات وویل، د میربازار سړک جوړول د ځايي خلکو په غوښتنه د متوازن ښاري انکشاف پر اساس یو د هغو پروژو څخه ده، چي له تېرو دوو کلونو راهیسي یې سروې او ډیزاین سوی و، خو د ځینو ستونزو له امله چاري یې ځنډېدلې و، چي نن یې د چارو د پیل شاهدان یو.

تر پټۍ پریکولو وروسته ځایي ولسي مشرانو د یادي پروژې د منظوریدو اړوند د ولایتي ادارې د هڅو څخه د قدرداني په موخه کندهار والي او د ولایتي شورا رئيس ته لنګوټې ورپه سر او د متوازن ښاري انکشاف په رامنځته کولو کي یې د دوی هڅي وستایلې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د اوومي ناحیه میربازار سړک رغنیزي چاري عملاً پیل سوې