د پنځمي ناحیې اړوند د حاجي عزیز ساحې د سړک رغنیزي چاري رواني دي .

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Kandahar Municipality

د غه سړک چي ۹۲۵ متره اوږدوالی او ۱۲ متره عرض لري، د نړیوال بانک له لوري د څه باندي ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوو میاشتو په موده کي جوړېږي..

د یادي پروژې د تطبیق پر مهال نږدې درې زره مسلکي او غیر مسلکي کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.

ددې سړک په امتداد ۹ سنګاري پلچکان د ۲ متره په طول او ۲ متره په عرض جوړیږي همدا رنګه د ۱۸۴۵متره په اندازه دوه طرفه چرۍ ددې سړک په امتداد جوړه سوې ده.

.

کومي پروژې چي په اساسي توګه رواني دي وخت پر وخت یې د کندهار ښاروالي ساختماني ټېمونه نظارت کوي .

دا ځکه کندهار ښاروالي د ښار د پنځلسوناحیو اوسېدونکو ته متوازنه پراختیا، بنسټیز معیاري خدمات عرضه کوي ولي پر کندهار ښاریانو ږغ کوي چي خپل د صفایي او محصولاتو د ټکسونو په تحویل سره دي د ښاروالي په پرمختیایي او رغنیزه برخه کي نوره هم پياوړتیا راولي ، دا ځکه چي ښاروالي یوه تصدي ده، خپل ټول امکانات او رواني پر مختیایي چاري، د ښار د پاکوالي او سرسبزي چاري د ښاریانو له عوایدو پوره کوي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د پنځمي ناحیې اړوند د حاجي عزیز ساحې د سړک رغنیزي چاري رواني دي .