د کندهار ښاروالي د فوټبال لوبډلي لوبه صفر پر صفر/ مساوي کړل
د ځوانانو فوټبال لوبډله چي تیره اونۍ کندهار ښاروالۍ تر خپل نامه لاندي سپانسر کړل، د ال پاکستان په ټورنمنټ کي تيره ورځ بلوڅ کلب نوشکي سره لوبه صفر پر صفر مساوي کړل او نن يې د زرګونو نندارچيانو په وړاندي طارق يونايټيډ پنجاب لوبډلي ته (۳) پر (۱) ماته ورکړل.
د کندهار ښاروالۍ د فوټبال لوبډلي دا مهال ددې سياليو د خپل ګروپ په لومړي مقام کي ځای لري.
د تیري ورځي د لوبي ګولونه:
غيرتمل (۲) ګوله
تميم اغا (۱) ګول
پر طارق يونايټيډ پنجاب کلب باندي د غيرتمل ګول تر دې وخته د ال پاکستان د سياليو تر ټولو ښه ګول ګڼل کیږي.
