د یووالي او دوستۍ جام تر عنوان لاندي د کندهار ښاروالۍ کرکټ لوبډلي او کلات ښاروالۍ کرکټ لوبډلي...

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۹:۴۹
Kandahar Municipality

د یووالي او دوستۍ جام تر عنوان لاندي د کندهار ښاروالۍ کرکټ لوبډلي او کلات ښاروالۍ کرکټ لوبډلي درې ورځنی سیریز لوبي د کندهار ښاروالۍ په ګټه پای ته ورسېدئ. د ښاروالیو معینیت او محلي ارګانونو ریاست په چوکاټ کي د ګاونډيو ولایتونو د ښاروالیو کرکټ لوبډلو تر منځ دا لوبي کولای سي د ورزش له لاري د یووالي مثبت پیغام وړاندي کړي . دا سیالۍ چي درې ورځي تر مخه په کندهار کرکټ لوبغالي کي راپیل سوې، چي لومړۍ، دوهمه او دریمه لوبه کندهار ښاروالۍ کرکټ لوبډلي وګټله او د یووالي او دوستۍ جام تر عنوان لاندي سیریز کپ هم پکښي کندهار ښاروالۍ لوبډلي ته ورکړل سو. کندهار ښاروالي ویاړ درلود چي په کندهار کي یې د یووالي او دوستۍ جام تر عنوان لاندي د کلات لوبډلي کوربتوب پر غاړه درلود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د یووالي او دوستۍ جام تر عنوان لاندي د کندهار ښاروالۍ کرکټ لوبډلي او کلات ښاروالۍ کرکټ لوبډلي...