په فاضل کندهاري عالي لېسه کي د کندهار ښاروالۍ له لوري...

په فاضل کندهاري عالي لېسه کي د کندهار ښاروالۍ له لوري د دې لېسې لپاره د جوړي سوي کمیټې لخوا د یادي لېسې د چاپیریال د تنظیف د پاک ساتلو په موخه او په ځینو وختونو کي د دې لېسې د زده کونکو سره د مرستي په خاطر د خیریه صندوق ایښودلو د افتتاح پټۍ پرې سوه.
په دې مراسمو کي د فاضل کندهاري عالي لېسې مشرتابه، د لېسې لپاره د جوړي سوي کمیټې مشرتابه او د کندهار ښاروالۍ استازو ګډون کړی وو.
دا خیریه صندقونه به د کندهار په نورو لېسو کي هم افتتاح سي چي د یادو مکاتبو د پاک ساتني په موخه او په اړینو وختونو کي د زده کونکو سره د مرستي په توګه به ور اچول سوي پیسې په کار لوېږي.