کندهارښاروالي د ښار په سطحه غوره ګذر جوړوي.

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۶
Kandahar municipality

د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاهاشمي نن د ښاروالۍ دمشورتي بورډ غړو او ناحیو امرینوته هغه طرحه تشریح کړه کوم چي دسیمه ایزو ارګانونو دخپلواکي ادارې دښاروالیو چارو معینیت غواړي د طرزالعمل سره سم بهتره ښه ګذر جوړ او تشویق کړئ.

د ښاري حکومتولۍ رئیس چي نن یې یاده طرحه تشریح کول وویل د طرزالعمل سره سم لومړی د ناحیې په سطحه او وروسته دښآر په سطحه معیاري ګذر اعلانوو د ښاغلي هاشمی په خبره هغه ګذرونه چي د ښاروالیو چارو د معینیت څخه د راغلي طرزالعمل سره سم یي ۳۰ موارد پوره کړي وي بهتره او غوره ګذر اعلانیږي او تشویقي پروګرامونه ورته په نظر کښي نیول کیږي، په یوه ګذر کښي د ښاري نظم تنظیموالی،د ښاریانو اوښاروالۍ ترمنځ مشارکت،ټولنیز مسؤلیت منل،دوستانه چاپيریال رامنځته کول، د تاریخي،فرهنګي اوښاري ناستو ځایونه درلودل،د ښار دپاکوالي او سرسبزۍ په برخه کي پوره پاملرنه درلودل،د تصوري ککړتیا کمترینه درجه،دمعتادینو کمترینه درجه درلودل،د صفایي محصولاتو لوړ ترینه درجه درلودل،اونور مهم فکټورونه چي په راغلي طرزالعمل کښي موجود وه د دغو معیارونو په پوره کولو سره یو ګذر کولای سئ دښه تره ګذر نوم خپل کړي، یاده سیالي لومړی د ناحیې په سطحه او وروسته د ښار په سطحه په لاره اچول کیږي چي همدا ټوله موارد نن دښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاهاشمي پر پروجکتور باندي دمشورتي بورډ غړو او دناحیو امرینوته تشریح کړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چي دسیمي او محل اوسېدونکي هم په یاد پروګرام خبر کړي ترڅو دښار او بانظم ګذر لپاره مثبتي هلي ځلي وکړئ وروسته د ګډونوالو سوالونو ته هم د یادي طرحي په اړوند چي وه جوابونه وویل سول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهارښاروالي د ښار په سطحه غوره ګذر جوړوي.