کندهار ښاروالي د ۲۰ ښاري ښوونځیو څښتنه سوه

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۰:۵۷
Kandahar Municipality

کندهار ښاروالي د ښاري اوسېدني د فرهنګ د پیاوړتیا ، ټولنیز مسؤلیت منلو، په حکومتولي کي د ځوانانو د رول لوبولو،په کلیو او سیمو کي د ښاروالي پراخ حضور او د مدیریت د اصولو سره د بلدتیا په موخه په ۱۳۹۹ مالي کال کي د کندهار ښار په ۱۲ ښاري ښوونځیو (۸ د نارینه او ۴ د ښځینه )کي تمثیلي ښاروالیاني جوړي کړې.

کندهار ښاروالي ، مخکي هم په امتحاني ډول په ۸ ښاري ښوونځیو (څلور نارینه او څلور ښځینه) کي تمثیلي ښاروالیاني جوړي کړی وې چي په مجموع کي ۲۰ تمثیلي ښاروالیاني کیږي،هره ښاروالي ۱۸ تنه غړي لري چي هره تمثیلي ښاروالي د ښوونځۍ مدیر،لارښود استاد،د ښاروال،مرستیال ښاروال،د عامه پوهاوي مسؤل،محاسب او نورو غړو څخه تشکیل سویده.یادي تمثیلي ښاروالياني د طرزالعمل مطابق رامنځته سویدي،ښاروال،مرستیال ښاروال،د عامه پوهاوي مسؤل او محاسب په انتخابي ډول د رایو په استعمال سره ټاکل سویدي او د بورډ غړي په انتصابي ډول دخالت کړی دي.هېره دي نه وي چي د یادو تمثیلي ښاروالیانو غړي د طرزالعمل مطابق پر تفتیش،عامه پوهاوي،ظرفت جوړونه،د خځلو مدیریت او سمسورتیا کمېټو ویشل سوی دي.

د یادو تمثیلي ښاروالیانو د افتتاح په مراسمو کي دکندهار ښاروالي استازی،د ښووني ا و روزني ریاست مسؤل نماینده،د ګذر وکیل د مربوطه ښوونځۍ آمر ګډون کړي وو.

د اسانتیاوو د برابرولو او د فعالیتونو د ښه مخته وړلو په موخه د ښوونځۍ هري ښاروالي ته شل قلمه اجناس ورکول سوی دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د ۲۰ ښاري ښوونځیو څښتنه سوه