شفافیت په خلګو کښي د حق غوښتلو فرهنګ پیاوړی کوي.

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۸:۵۹
Kandahar Municipality

د غه څرګندوني د کندهار ښاروالۍ دښآري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاه هاشمي په هغه غونډه کښي وکړې کوم چي د لومړۍ ناحیې، دوهمي ناحیې او دریمي ناحیې اوسېدونکو ته د شفافیت او حساب ورکوني په مورد کندهار ښآروالۍ کښي جوړه سوې وه.

په یاده غونډه کښي لومړی د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس پرانیستونکې وینا وکړه،هغه دخپلو خبرو پر مهال دشفافیت پر ارزښت، دحساب ورکوني فرهنګ پر ژوندي ساتلو،دخلګو او ښاروالۍ ترمنځ د واټن کمولو او نورو برخوکښي مهم معلومات شریک کړه د ښاغلي هاشمي په خبره شفافیت اوحساب ورکونه حق غوښتلو ته لاره پرانیزي،ښه حکومتولۍ په وجود راوړي،د دولت په تصامیمو کښي خلګوته دګډون زمینه برابروي،او خلګ او دولت ګډ کارکولوته هڅوي وروسته دکندهار ښاروالۍ د شفافیت او حساب ورکوني مدیر فریداحمد صدیقي د لومړۍ،دوهمي او دریمي ناحیو څخه د دلوي د میاشتي د راټول سوو عوایدو،مصارفو، او په یادو ناحیو کښي دترسره کړو فعالیتونوپه اړه دمجلس ګډونوالو ته معلومات ورکړه.

وروسته د ازاد بحث دلاري دمجلس ګډونوالوته هم د کندهار ښاروالۍ دښاري حکومتولۍ درئیس او نورو مسؤلینو لخوا ددوی سوالونوته جوابونه وویل سول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

شفافیت په خلګو کښي د حق غوښتلو فرهنګ پیاوړی کوي.