کندهار ښاروال د زرګرانو ستونزي واوریدلې.

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۸:۳۸
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پر داسی مهال چي په ولسي جرګه کي دکندهار دخلګو استازی سید مقتدا میران هم حاضر و د کندهار ښار د زرګرانو ستونزي واوريدلې د کندهار ښار زرګرانو چي د وکیل د ټاکلو په موخه یې ستونزه راپورته سوې وه نن یې یاده سونزه له کندهار ښاروال سره شریکه کړه دوی یادونه وکړه چي زرګرانو پخپلو منځونو کي یوه اساس نامه جوړه کړې چي دهغه اساسنامې لمخي باید په هرو دو کلنو کي ددوی ترمنځه یو وکیل وټاکل سي خو ددوی په خبره له څه مودې راهیسي ددوی ستونزه په همدې برخه کي راپورته سوې ده چي په دې برخه کښي یې له کندهار ښاروالۍ څخه دهمکاري هیله درلودله، کندهار ښاروال انجنیر محمدرفیع حیات د خبرو پر مهال وویل د زرګرانو د اساسنامې او ددوی د ۲۷ کسیزه شورا د غړو په شمول به د ولایت مقام سره په ګډه همږغي په دې برخه کي یو ټول شموله تصمیم ونیسي، ددوی ۲۷ کسیزه شورا کوم غړي چي دي د دوی تر پېژندني داساسنامې سره سم داصولو او ددې کسب د اجرا کولو د وړتیا په صورت کښي به په ګډه یوه واضیح کړنلاره جوړه کړي او د وکیل ټاکلو په مورد به وروسته ټول شموله تصمیم نیسي کندهار ښاروال زرګران دعزت خلګ وبلل او ددوی تر منځ یې پر اتفاق، یوالي او دباور فضا پر رامنځته کېدولو ټینګار کاوه وروسته د ولسي جرګې غړې سیدمقتدا میران وویل زرګران باید پخپلو کي اتفاق وکړئ او په ګډه ددوی مشران یو وړ کس لپاره لاس په کار سي ترڅو ددوی د وکیل په توګه ددوی ستونزو ته رسیده ګي وکړئ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال د زرګرانو ستونزي واوریدلې.