د ګذر خبرو اترو مجلس جوړ سو.

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۸:۴۴
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئيس عبدالواحدشاه هاشمي پر داسي مهال چي داتمي ناحیې امر یې ملتیا کول په اتمه ناحیه کښي دمربوطه ناحیې مسؤلینو،ولسونو او خلګو ته د خبرو اترو مجلس جوړ کړ.

په یاد مجلس کښي دښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحدشاه هاشمي وویل د دې ډول پروګرامونو څخه یې د خلګو او دولت ترمنځ همږغي په اوجود راوړل دي،خلګو ته د دولت په تصمیمونو کښي د ګډون حق ورکول، د خلګو لپاره په مربوطه بخشونو کي د اړوندو اداراتو د استازو و رپیژندل او نور یاد کړه چي دښاغلي هاشمی په خبره ددې ډول پروګرامونو دلاري ورته خلګ رسیده ګي کوي وروسته د اتمي ناحیې امر رحمت الله رسولی خبري وکړې هغه دناحیې پر تیرو او راتلونکو پلانونو بحث وکړ او د ښاروالۍ او خلګو ترمنځ یې همږغي مهمه وبلل تر دده وروسته په و ار سره داوبو رسولو ریاست،بریښنا ریاست ،حوزې مسؤلینو او نورو ګډونوالو یو په بل پسي خبري وکړې او په ټولو بخشونو کي یې دخلګو همکاري وغوښتل وروسته د ازاد بحث دلاري د اتمي ناحیې د ولسونو او مشرانو پوښتونوته هم دمربوطه مسؤلینو لخوا جوابونه وویل سول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د ګذر خبرو اترو مجلس جوړ سو.